
د ایکنا د راپور له مخې، د پاکستان د نړیوالو قرآني سیالیو لومړۍ پړاؤ د لړم یا عقرب له ۲۴ تر ۲۹ نیټې پورې په اسلاماباد کې ترسره شو.
د خوزستان قاری او د ایران د اسلامي جمهوريت استازی، عدنان مؤمنین» په دغو نړیوالو سیالیو کې د دوهم مقام د ترلاسه کولو بریا خپله کړه.
هغه د دې سیالیو د اختتامي مراسمو له درناوي وروسته، په پاکستان کې د کراچي په شمول په څو ښارونو کې د قرآني محافلو برخهوال شو او قرائت ئې وکړ.
عدنان مؤمنین، د غلامرضا شاهمیوهاصفهاني ـ چې د دغو سیالیو د لومړۍ دورې د قاضیانو د ډلې غړی و ـ سره، پرون د جمعې په سهار د لیندۍ په ۱۴ ایران ته راستون شو او د امام خمیني(رح) نړیوال هوایي ډګر کې د یو شمېر قاریانو لخوا ئې هرکلی وشو.

https://iqna.ir/fa/news/4320999